Workyaab
خپلې دندې ۸ میاشتې وړیا اعلان کړئد وړاندیز تر پایه–ورځې–ساعته–دقیقې–ثانیېوګورئ څنګه

291 - (Package Scanner, Cargo Scanner & Truck Scanner) د ګمرکي سکنرونو تخنیکي انجنیر

Ministry of Finance
کابلبشپړ وختد ادارې د معاش د سکیل سره سم۱۱ ورځې پاتې۳ ورځې مخکې

د دندې شرح

د دندې هدف : د هېواد په ګمرکونو کې د (Truck Scanner)، د (Cargo Scanner) او (Package Scanner د اغېزمن، خوندي او دوامدار فعالیت تأمینول؛ د تخنیکي څارنې، ساتنې او پالنې، د تخنیکي ستونزو پر وخت د تشخیص او هواري، د اړتیاوو د ارزونې او د مناسبو تخنیکي حل‌لارو د وړاندې کولو له لارې، څو ګمرکي بهیرونه چټک شي او د سوداګریزو محمولاتو د کنټرول اغېزمنتیا لا زیاته شي.

اړتیاوې

دندې او مسئولیتونه :

تخصصي برخه :

د لویو موټرو سکنرونو (Truck Scanner)، (Cargo Scanner) او د کوچنیو بستو او محمولاتو د تلاشي سکنرونو (Package Scanner) د تخنیکي ستونزو تشخیص، تحلیل او حل.

د شرکت د جوړونکي تخنیکي مشخصاتو او ټاکل شویو معیارونو سره سم د ګمرکي سکنرونو د نصب، Testing، Commissioning، تخنیکی مشکل‌ موندنه او بهره‌ بردارۍ پر چارو تخنیکي نظارت کول.

د سکنري سیسټمونو د چمتووالي او دوامدار ثبات د تضمین په موخه د دایمی او موقتی ساتنی او څارنی پروګرامونو ترتیب، تطبیق او تعقیب .

د سکنرونو د تخنیکي مشخصاتو ترتیب او د اړوندو تجهیزاتو او خدماتو تخنیکي تأییدي کول.

د ګمرکي سکنرونو د بهره‌بردارۍ، ساتنې او څارنې په ټولو پړاوونو کې د مضره وړانګو د مصونیت معیارونو، نړیوالو استندردونو او تخنیکي غوښتنو د رعایت او پلي کېدو په هکله ډاډ ترلاسه کول.

نور هغه دندی او ظایف چی د باصلاحت مرجع لخوا ورسپارل کیږی.

مدیریتي دندې :

د سکنرونو د تخنیکي عوارضو د رفع او ترمیم د پلان په خاطر د ضروري مواردو جمع کول.

د سکنرونو د تجهیزاتو د مشکلاتو د رسیدګی په خاطر د لازمو تدابیرو تطبیق کول .

د ګمرکونو د ملاتړ او پراختیا ریاست د پلانونو سره په مطابقت د میاشتني ، ربعوار او کلني کاري پلانونو تهیه او برابرول .

د ملاټر او پراختیا ریاست عمومي پلان سره سم د میاشتنی، ربعوار او کلنی کاری پلان ترتیب.

د همغږی دندې :

د ګمرکونو د دوهمي واحدونو سره د سکنرونو د کار کولو په خاطر د هماهنګی رامنځته کول او د ګمرکونو د ملاتړ او پراختیا ریاست ته پر وخت خبر ورکول او همدارنګه له سکنرونو څخه په سمه توګه ساتنه او څارنه کول .

د قوانینو او مقرراتو مطابق دندې کوم چې د صلاحیت لرونکو آمرینو لخوا سپارل کېږي اجرأ کول .

د ګمارلو شرایط:

د افغانستان تابعیت لرونکی وي.

عمر یې له ۱۸ کلونو څخه کم او له ۶۴ کلونو څخه زیات نه وي.

تحصیلي سویه :

په داخلي او خارجي معتبرو د لوړو زده کړو موسساتو څخه په الکترونیکی انجنیری او کمپیوټرساینس پوهنځیو کې دوکتور، ماسټري سند لرونکی ته حق اولیت او یا حد اقل د لېسانس سند ولری.

کاري تجربه او اړینې وړتیاوې :

د کارګو سکنرونو ، ټرک سکنرونو او د تلاشی (بارونو چک) سکنرونو په برخه کې حد اقل د دری کاله کاري تجربې ولری.

د کارګو سکنرونو ، ټرک سکنرونو او د بارونو د چک کولو د سکنرونو د عیب پیدا کولو ، ساتنې او څارنې ، استفادې ، او نصب په برخو کې د جوړونکي شرکت یا نورو معتبرو مراجعو څخه تخنیکي سرټیفیکټ درلودل .

د ایکس شعاع د تولید له سیستم سره (X-Ray Generation Systems)، د تصویر د تحلیل او تجزیې له سیستم سره (Image Processing Systems) او د سکنرونو د عملیاتي سافټویر او هارډویر سره کامله آشنايي.

یو له ملي ژبو (پښتو ، دري) مکمل تسلط او په انګلیسي ژبه تسلط.

د غوښتنلیک طریقه

په شرایطو برابر نوماندان یواځي خپله سی وی او غوښتنلیک په یو پی ډی ایف فایل کښی لاندی بریښـــــنا لیک ته واستوی

!یادونه: د تحصیلی اسنادو ، کاری تجربی او نورو اړوند اسنادو ضمیمه کول د پروسی په دغه برخه کښی اړین ندی