Workyaab
خپلې دندې ۸ میاشتې وړیا اعلان کړئد وړاندیز تر پایه–ورځې–ساعته–دقیقې–ثانیېوګورئ څنګه

Ministry of Finance

دولتي اداره · ۱ پرانیستې دندې

په اړه

د هیواد په ګمرکونو کې له فساد سره جدي او اغیزمنه مبارزه، د کاري پروسو او سیستمونو اسانه کول، د جامع الکترونیکي سیستمونو نصبول او په ټوله کې ملي سوداګرو ته اسانتیا رامځته کول زموږ له لومړیتوبونو څخه دي

زموږ لیدلوری زموږ تصور دا دی څو د عوایدو راټولیدو، سوداګریزې اسانتیاوې، د پولو مدیریت او د ټولنې ساتنې په برخه کې د یوې ښې ګمرکي ادارې په توګه د سېمې په کچه تبارز وکړو

زموږ ماموریت په ښه او شفاف ډول د مطلوبو عوایدو راټولیدل، د اقداماتو په واسطه د ټولنې تحفظ، د پولو ښه او اغیزمن مدیریت، د سوداګرۍ او صنعت د ودې په برخه کې مرسته، د طرزالعملونو او ګمرکي پروسو ساده او همغږي کول، د ګمرکي کنټرول په لاره اچول او د ګمرکي کارکوونکو د وړتیا لوړول، په هیواد کې د ځان بسیاینې او مالي ثبات سره د مرستې په موخه د طرزالعملونو د شفاف پلي کیدو لپاره د کارکونکو د صادقانه اجراتو څخه ډاډ تر لاسه کول

ستراتیژیکې موخې

د قانون پذیرۍ پیاوړتیا د قانون پذیرۍ پیاوړتیا، د ګمرکونو قانون، اړوندو مقررو او طرزالعملونو سره سم د کارکونکو او سوداګرو د اجرااتو په موخه د پراختیایې پروګرامونو پلي کول

سوداګریزې اسانتیاوې د سوداګرۍ اسانتیا زیاتیدو په موخه د پراختیا فرصتونو په برخه کې د مناسبو ستراتیژیو او پروګرامونو جوړول او مناسب کاري چاپیریال رامنځته کول

د ادارې د اغیزمنتوب لوړیدل د ګمرکونو لوی ریاست د پیاوړتیا، د اغیزمنتوب زیاتوالی او باور په موخه د طرحو، د ښې حکومتولۍ د ستراتیژیو او پالیسو پلي کول او جوړول

د عوایدو راټولول تر زیاته کچه د عوایدو زیاتوالي لپاره د عوایدو راټولیدو، کنټرل او د عملیاتي روشونو او پروسو کنټرول او ښه کیدو میکانیزم ته بیاکتنه

ستراتیژیک لیدلوی تر زیاته کچه د عوایدو راټولیدل او د قانوني سوداګرۍ هڅونې لپاره د دولت د مالي چارو مدیریت، په اغیزمن ډول د پولو کنټرول او مصؤنیت

خالي بستې