
د ICU هیډ نرس(ننګرهار)
Ministry of Public Healthشرح وظیفه
د دندې لنډیز :
د ICU هیډ نرس مسؤلیت لري چې د جدي پاملرنې څانګې ټول نرسنګ اړوند فعالیتونه مدیریت او همغږي کړي، همدارنګه د درملو، مصرفي توکو او نورو تجهیزاتو د ورځني مصرف ثبت، تنظیم او راپور ورکول دي، خو یاد مسؤلیتونه یوازې په همدې نه محدودېږي.
دندې او مسؤلیتونه:
- د ICU ناروغانو لپاره د نرسنګ خدماتو مستقیم رهبري او تنظیم.
- د ICU نرسانو او مرستندویه کارکوونکو ته د دندو سپارل او همغږي.
- د ناروغانو د کلینیکي دوسیو د ترتیب، ساتنې او نظارت مسؤلیت پر غاړه لرل او د کارکوونکو د کړنو او خدماتو په اړه راپورونه ترتیبول.
- د درملو، محلولونو، وسایلو او تجهیزاتو لپاره ټاکل شوي معیارونه ساتل او د نشهيي درملو ثبت او کنټرول.
- د نرسنګ فعالیتونو ارزونه تر څو د ناروغانو خدمتونه، د کارکوونکو اړیکې او د خدمت موثریت تضمین شي.
- د نرسنګ د خدمتونو څارنه او د ناروغانو کتنه تر څو ډاډ ترلاسه شي چې درملنه د ډاکټر د لارښوونو سره سمه ترسره کېږي.
- د ناروغانو د کلینیکي اسنادو د تنظیم او ساتنې مشري.
- د خونې او څانګې څارنه د پاکوالي او مناسب چاپېریال د ډاډ لپاره.
- د ډاکټر سره په ویزیټ کې ګډون او د ناروغانو د ځانګړو سپارښتنو په اړه ځان خبر ساتل.
- د نوو کارکوونکو د پېژندنې او روزنې په پروګرامونو کې ګډون.
- د شکایتونو څېړنه او حل یا د غیرمعمول ستونزو راپور د اړوند آمر سره شریکول.
- د درملو، مصرفېدونکو توکو او نورو تجهیزاتو ورځني مصرف ثبتول.
- د میاشتني مصرف راپورونو ترتیب او وړاندې کول.
- د وزارت د نافذه پالیسو، طرزالعملونو او مسلکي معیارونو مطابق دندې ترسره کول.
- د جدي پاملرنې څانګې مسؤل لخوا سپارل شوې نورې دندې ترسره کول.
راپور ورکول: د جدي پاملرنې څانګې مسؤل ته راپور ورکوي.
تر لاس لاندې کارکوونکي: نرسان، مرستندویه کارکوونکي، خدماتي کارکوونکي.
شرایط و مهارتهای لازم
شرایط او اړتیاوې:
- د افغانستان تابعیت ولري.
- له پېژندل شوو روغتیايي انسټیټیوټونو (نرسنګ) څخه فارغ وي. خصوصي انسټیټیوټ باید د عامې روغتیا وزارت سره ثبت وي.
- تحصیلي اسناد باید د عامې روغتیا وزارت یا د لوړو زده کړو وزارت لخوا تصدیق شوی وي.
- لږ تر لږه دوه کاله د نرسنګ په برخه کې کاري تجربه، (په ICU څانګه کې کاري تجربې ته ترجیح ورکول کېږي).
- د مختلفو دندو د ترسره کولو وړتیا او د ټیم د رهبري توان.
- په پښتو یا دري ژبو کې د لیک، لوست او وینا عالي مهارت او همدارنګه انګلیسي ژبې سره بلدیت.
- د اغېزمنې اړیکې او افهام او تفهیم مهارتونه ولري.
- د کمپیوټر د آفیس پروګرامونو کارونه کې مهارت ولري.
ریفرینس: د یاد بست د ازموینې پوښتنې به د لاندې مرجع (کتاب) د محتوا پر بنسټ طرحه کېږي.
- د نرسنګ د پروسیجرونو او کلینیکي سټنډرډونو درسي کتاب (رهنمود درسی طرزالعمل ها و معیارات کلینیکی نرسنګ)
- Critical Care Nursing
طریقه درخواست
د ثبت نام طریقه:
درنو کاندیدانو کولای شي خپل (CV) په لاندې برېښنالیک پته ولېږي، او یا هم د خپل (CV) هارډ کاپي د عامې روغتیا وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د اعلانونو او کاري موندنې عمومي مدیریت ته وسپاري.
یادونه: مهرباني وکړئ د بست عنوان او هغه ولایت چې غوښتونکي یاست، د برېښنالیک په موضوع (Subject) کې په واضح ډول مشخص کړئ.