
Hospital Asset & Inventory Officer (د روغتون د شتمنیو او ګدامي توکو د مدیریت افسر)
Ummat International Hospital - UIHد دندې شرح
امت نړیوال روغتون د شتمنیو او ګدامي توکو د مدیریت لپاره یو تجربه لرونکی افسر ته ارتیا لری. د بست لرونکی به د طبي تجهیزاتو او نورو ثابتو شتمنیو ثبت ساتي، د هغوی موقعیت، حالت او لېږد به تعقیبوي او د درملو، طبي مصرفي موادو او نورو ګدامي توکو د ترلاسه کولو، خوندي ساتلو او وېش چارې به اداره کوي.
اصلي دندې او مسؤلیتونه
- طبي تجهیزات او نورې ثابتې شتمنۍ ثبتول، د پېژندنې کوډ ورکول او د هرې شتمنی موقعیت، حالت، اړونده څانګه او لېږد په ثبت کې تازه کول.
- د شتمنیو او ګدامي توکو میاشتنی او کلنی فزیکي شمېر ترسره کول، پایلې له سیسټمي ثبت سره پرتله کول او د توپیرونو راپور ورکول.
- ترلاسه شوي توکي د پېرود له امر سره پرتله کول، شمېر او حالت یې کتل او د ترلاسه کولو سند (GRN) برابرول.
- د توکو کوډونه، شمېر، د تولیدي جوپې شمېرې او د پای نېټې په سیسټم کې ثبتول او د ګدام سیستم تازه ساتل.
- توکي په خوندي او منظم ډول ساتل، خطرناک مواد جلا ساتل او هغه درمل او طبي مواد لومړی وېشل چې د پای نېټه یې نږدې وي (FEFO).
- د منظور شوو غوښتنلیکونو له مخې څانګو ته توکي سپارل، د ترلاسه کوونکو لاسلیکونه اخیستل او دسپارل شوی توکو ثبتول.
- د موجودۍ کچه او د بیا فرمایش حد څارل او تدارکاتو ته د احتمالي کمښت په اړه پر وخت خبر ورکول.
- د پای نېټې ته نږدې، تاریختېر او زیانمن شوي توکي پېژندل او راپور یې ورکول. د تاریختېرو او زیانمنو توکو د له منځه وړلو چارې له منظور شوې کړنلارې سره سم همغږې کول.
- د شتمنیو او موجودۍ میاشتني راپورونه چمتو کول، د داخلي کنټرول کړنلارې پلي کول او له مالي، تدارکاتي او اړوندو روغتوني څانګو سره د تفتیش پر مهال همکاري کول.
اړتیاوې
اړینې زدهکړې، تجربه او مهارتونه:
- لږ تر لږه د اداره او تجارت، مدیریت، اقتصاد، لوژستیک یا بلې اړوندې برخې د لیسانس سند.
- د ګدامي توکو، موجودۍ یا شتمنیو په مدیریت کې لږ تر لږه ۵ کلنه کاري تجربه.
- په روغتون یا بل روغتیايي مرکز کې د طبي توکو د موجودۍ او د شتمنیو د مدیریت عملي تجربه لازمي ده.
- د شتمنیو د ثبت، فزیکي شمېرنې او د درملو او طبي مصرفي موادو د خوندي ساتنې له کړنلارو سره بلدتیا.
- د موجودۍ د مدیریت سیسټم/دیتابیس او Microsoft Excel کارولو، دقیق ثبت او راپور لیکلو وړتیا.
- د شفاهي او لیکلي ارتباط ښه مهارت او له تدارکاتو، مالي چارو، ګدام او روغتوني څانګو سره د مسلکي همغږۍ وړتیا.
- د راپور لیکلو او پر وخت راپور ورکولو ښه مهارت، په ځانګړي ډول د موجودۍ، کمښت، تاریختېرو او زیانمنو توکو په اړه.
- د فزیکي شمېرنې پایلې له سیسټمي ثبت سره د پرتله کولو، د توپیرونو د لاملونو د موندلو او د حللارو د وړاندیز وړتیا.
- د ګدامي اسنادو د منظمې ساتنې او د داخلي کنټرول د کړنلارو د پلي کولو وړتیا.
- امانتداري، دقت، د مسؤلیت احساس، او د کارونو د لومړیتوب ټاکلو او پر ټاکلي وخت د بشپړولو وړتیا.
د غوښتنلیک طریقه
نوماندان کولای شي خپل غوښتنلیکونه د برېښنالیک له لارې هم دې پتې ته واستوي: ([email protected]). د برېښنالیک په Subject Line کې باید د بست کره عنوان په څرګند ډول ولیکل شي.
په غوښتنلیک کې باید لاندې موارد شامل وي:
- سوانح (CV)
- غوښتنلیک (Cover Letter)
سوانح (CV) او د غوښتنلیک لیک (Cover Letter) باید په یوه PDF فایل کې سره یوځای او وسپارل شي. د PDF فایل نوم باید د نوماند د بشپړ نوم پر بنسټ په لاندې بڼه ولیکل شي:
بېلګه: Ahmad_Ahmadi_CV_and_Cover_Letter.pdf
نیمګړي غوښتنلیکونه، په ناسم فورمټ کې سپارل شوي غوښتنلیکونه او یا له ټاکلې وروستۍ نېټې وروسته ترلاسه شوي غوښتنلیکونه ښايي د ارزونې وړ ونه ګڼل شي.
یوازې له لنډلست څخه غوره شوو نوماندانو سره به د نورو ارزونو او مرکو لپاره اړیکه ونیول شي.